پوښتنه زه یم!
نوشته های نویسنده گان مان
له صنعتي انقلاب سره هر څه صنعتي شول. مختلفو علومو وده وکړه، د انسان د تخلیق علمي څېړنې پيل شوې، چې له امله يې په دودیزو باورونو نیوکې وشوي. انسان په دې فکر کې ډوب شو چې درد، غم، ظلم او بې عدالتي ولې رامنځ ته کیږي؟ دوو نړیوالو جګړو د وحشت انځور وړاندې کړ، چې د ارزښتونو بنسټونه يې ولړزول. انسانان ووژل شول نو ځینو انسانانو ته دا پوښتنه پيدا شوه؛
که بشر دومره بې رحمه شي نو معنا څه ده؟
نه یواځې د ژوند معنا بلکې زه په خپله(انسان) ولې دلته یم؟ دا پوښتنې د فلسفې بنسټ وبلل شوې او د وجود چیغې وګرځېدې، چې هیڅ معنا نشته! نو ځکه ما هم د خپلې لیکنې عنوان پوښتنه زه یم وټاکلو.
په ادیانو په دې دلیل نیوکې پیل شوې چې دوی خپلو پیروانو ته له پرلپسې پيړیو را پديخوا د ژوند معنا ورکړې دی خو اوس هغه وخت را رسیدلی دی چې ادیانو خپل ارزښت بایلي!
دا ډله انسانان په دې باور ؤ چې ژوند پوچ دی او هیڅ معنا نه لري! انسانان اصلاً مهم نه دي او پرته له هیڅ ډول موخې په دې نړۍ کې ژوند کوي، چې دا شرایط هیڅ نهشي بدلولی!
د دې فکر پیروانو دا نیهیلسیم وباله، چې تر اوسه د نیهیلیسم فلسفه یادیږي. د نیهیلیسم فلسفه فرید ریش نیچه تر نورو انسانانو ساده او په کیسو کې وړاندې کړه. د نیچه په کیسو به د لړۍ په بله برخه کې وغږیږو.
بله ډله انسانان راپاڅېدل د نیهیلیسم په ځواب کې يې داسې وویل؛
موږ منو چې انسان نړۍ ته بې موخې راغلی دی لیکن انسان باید پخپله د خپل ځان معنا پیدا کړي. ځکه چې وجود مقدم دی له موخې. دوی په دې باور و، چې نړۍ کې هیڅ معنا وجود نه لري. دا موږ یو چې هر څه ته معنا ورکوو، چې په دې فکر يې د اگزيستانسياليسم نوم کېښود.
دلته پوښتنه پیدا کېږي چې دوی له کومې معنا منکر او په کومه معنا باور لري؟ معنا په دوه ډوله دی. عیني معنا او ذاتي معنا.
عیني معنا
دا هغه معنا دی چې له شخصي احساساتو، تجروبو یا نظرونو پرته د ټولو خلکو لپاره یو شان وي، چې دا معنا د واقعیت، شواهدو او مشاهدې پر اساس ولاړه ده. لکه اوبه په سلو سانتې ګرید درجو کې خوټیږي. دا یوه عیني معنا دی ځکه چې د طبعي قوانینو په بنسټ ولاړه خبره ده نه په شخصي نظريي. همدارنګه ځمکه د لمر په چاپيره څرخيږي چې دا هم عیني معنا ده نه احساساتي خبره.
ذاتي معنا
ذاتي معنا یا ادراک هغه معنا دی چې د فرد له تجروبې، احساساتو او باورونو سره تړاو لري، چې له یو شخص څخه بل شخص ته توپير کوي. لکه په میز خواړه ایښي. یو نفر وايي؛ خوندور دی او بل وايي؛ بی خونده دي. دا یوه ذاتي معنا دی یعنې شخصي احساس دی.
راځو اگزيستانسياليسم چې دوی له عیني معنا منکر دی او ذاتي معنا مني. یعنې؛ دوی وايي انسان عیني معنا نه لري بې معنا دی خو هر انسان باید خپله ذاتي معنا ومومي. یا موږ معنا نه لرو خو دا موږ یو چې هر څه ته معنا ورکوو.
دوی د انسان تعریف ته انديښنه لرله چې له امله يې انسان دارنګه تعریف کړ؛
انسان بل څه نه دی بلکې هغه څه دی چې هغه يې پخپله له ځان جوړوي. یعنې هر څوک خپلو اعمالو او تصمیمونو له مخې خپل ځان ته معنا ورکوي.
دا فلسفه تر نورو جان پل سارتر په کیسو کې په ساده او ژوره توګه وړاندې کړه. د سارتر په کیسو به هم د لړۍ په بله برخه کې خبرې کوو.
په اگزيستانسياليسم پسې بله ډله انسانان را پاڅېدل او د اگزيستانسياليسم سره يې نه منله. دوی خپله پوښتنه په دې جمله پیل کړه؛
هیڅ فلسفي پوښتنه له ځان وژنې مهمه نه ده!
بیا يې و پوښتل؛
دا چې ژوند بې معنا دی نو په ژوند کولو ارزي که ځان ووژنو؟
دې پوښتنې ته يې پخپله ځواب پيدا کړ چې په دې ځواب يې د ابسورډیزم نوم کېښود او دې پوښتنې ته يې درې ځوابه وموندل؛
۱ - ځان ووژنئ!
که ځان ووژنئ نو دا هم د حل لار نه ده. ځکه چې ابسورډیزم ته چې څومره ژوند بې معنا دی همغومره ځان وژنه هم ورته بې معنا دی، چې دا يې فزیکې ځان وژنه وبلله.
۲ - د باور ټوپ ووهه!
که چېرې یو ماشوم په یو لوړ میز ولاړ وي او پلار يې له لاندې خپله غیږ خلاصوي او زوی ته وايي چې را ټوپ کړه زه دې نیسم. زوی يې هم په پټو سترګو باور کوي او ټوپ وهي. ابسورډیزم د زوی دې عمل ته د باور ټوپ اصطلاح وکاروله.
ابسورډیزم دویمه لار د باور ټوپ وړاندی کړی. دوی وايي د ادیانو غیږې ته پنا یوسه او په پټو سترګو باور وکړه او ژوند وکړه خو دا په یاد ولره چې دا هم ځان وژنه ده، چې دا لار يې فلسفي ځان وژنه وبلله.
۳ ـ د بې معنايي په وړاندې پاڅون وکړه
ابسورډیزم په درېیمه لار کې داسې وايي چې د پوچۍ په وړاندې ودریږه او دا ومنه چې نړۍ پوچه ده. د اگزيستانسياليسم په څېر هڅه مه کوه چې ژوند ته معنا ورکړې او په معنا پسې منډې مه وهه.
دا فسفه بیا له نورو کامو په خپلو آثارو او کیسو کې ساده او ژوره وړاندې کړه او کامو په دې معنا وو چې که څوک د ژوند بې معنا توب ومني نو هغه به مطلقې آزادۍ ته ورسیږي او هیڅ شی به هغه نه شي ازارولی.
د کامو په کیسو به هم د لړۍ په بله برخه کې غږیږو.
د لړۍ راتلونکې برخې به دا وي چې نیچه، سارتر ، کامو او کافکا څنګه ولولو او د دوی اثار او کیسې له کومه پيل کړو او په کیسو کې يې د فلسفې کومه برخه انځور کړې.
زه نه نیهیلیست یم، نه اگزيستانسياليست او نه ابسورډیست یم همدارنګه د دوی فلسفه نه په خپله منم او نه يې په لوستونکو تپم. دا د فلسفې مکتبونو نطریات و، اوس به وګورو چې ادیان يې په ځواب کې څه وايي؛
که موخه نه وي هر څه بې ارزښته کیږي. دا چې انسان له خپل ځان پوښتنه کوي چې زه څوک یم؟ دا په خپله د هدف او معنا ارزښت دی. دا پوښتنه دا راښيي چې معنا ته اړتیا شته. که همدا خبره په یوه بیلګه کې را واخلو؛
چاړه ولې رامنځ ته شوه؟ موخه قطع کول/ حلاله وه د قطع کولو/ حلالې لپار چاړه رامنځ ته شوه، د قطع کولو/ حلالې اړتیا وه چې د چاړې وجود يې رامنځ ته کړ. هیڅکله وجود له موخې مقدم نشي کېدای.
کله چې هر مصنوعي سیستم رامنځ ته کېږي نو د موخې له مخې رامنځ ته کیږي او بیا د انسان په څېر فوق العاده او شعوري سیستم بې موخې او بې معنا څنګه خلق کیدای شي؟ نه! موږ باید دا ومنو چې د انسان فوق العاده او شعوري سیستم په خپل سر او بې موخې نه بلکې خالق او د موخې له مخې تخلیق کړی دی. انسان یواځې د دې لپاره نه ده خلق شوی چې ځمکه اباده کړي بلکې انسان ته شعور، تفکر او پوښتنه ورکړل شوې دی.
کله چې کمپیوتر ته اړوند پروګرامونه انسټال کړو نو بیا کمپیوتر ډېر کارونه کولای شي. که موږ انسان ته د شعور، تفکر او پوښتنو سپارلو بهیر د کمپیوتر د پروګرامونو انستالیشن فعل سره مقایسه کړو نو خالق لومړني انسان یعنې ادم ع ته د ټولو شیانو او انسانانو نومونه وروښودل. (البقره ۳۱ ایات)
له همدې ځایه د انسان د شعور، تفکر او پوښتنو بهیر پيل شوی دی چې؛ انسان له ځان پوښتې زه څوک یم او ولي پيدا شوی یم؟ همدا د معنا اړتیا ده چې دې اړتیا ته مختلفو ادیانو ځواب ویلی او موږ يې د اسلام دین له زاويي داسې څېړو؛ د اسلام دین دا اړتیا په الهي معنا پوره کوي؛ یعنې په عبودیت، عدل، حساب او اخرت.
انسان یعني څه؟
انسان یعنې د الله تعالی خلیفه؛ انسان د الله په ځمکه کې د خلافت مسؤلیت په غاړه لري. (البقره ۳۰ ایات)
انسان یعنې د الله تعالی بندګې کوونکی؛ انسان د بندګۍ لپاره پيدا شوی یعنې پيژندنه، اطاعت، تقوا او اخلاق. (الذاریات ۵۶ ایات)
انسان یعنې ازمویونکی؛ انسان د ازموینې په موخه پيدا شوی چې وګورو څوک غوره عمل کوي. (الانسان ۲ ایات)
انسان یعنې اکرام شوی؛ الله تعالی انسان ته عزت ورکړی یعنې عقل، اختیار او مسؤلیت (بني اسرائیل ۷۰ ایات)
پرتله؛
نیهیلیسم وايي؛ ژوند بې معنا دی خو اسلام وايي ژوند له هدف سره پيدا شوی او ژوند الهي، اخلاقي او معنوي معنا لري.
اگزيستانسياليسم وايي؛ انسان باید خپله معنا په خپله جوړه کړي. اسلام هم انسان ته اختیار ورکړی خو د معنا سرچینه الله تعالی ګڼي نه فرد.
ابسورډېزم وايي؛ ژوند پوښتنې لري خو ځواب نه لري. اسلام وايي دا ځوابونه شته خو په وحي او عقل سره. یعنې خالق چي کله انسان خلق کړ نو کاینات يې د انسان په واک کې ورکړ چې ګټه ترې واخلي. لومړی باید انسان کاینات وپیژني بیا وړ ګټه ترې واخلي. د کایناتو د پيژندنې او سمې ګټې اخیستنې په موخه خدای جل جلا له انسان ته حواس، عقل او وحې درې د د لارښونې لارې ورکړې دي. انسان لومړی په خپلو حواسو کاینات پيژني، که حواسو يې ونه پيژندل له عقل ګټه اخلي او که په عقل يې هم ونه پيژندل نو د وحې لمنې ته پنا وړي. د بیلګې په توګه په میز خواړه ایښي په پنځه ګونو حواسو يې پيژنو چې غوښه ده. په عقل يې پيژنو چې په کومه طریقه يې پخه کړې دي. په وحې يې پيژنو چې حلاله ده که حرامه؟ ایا د دې غوښې په خوړلو به مې خالق نه ناراضه کیږي؟
نیهیلیسم، اگزيستانسياليسم او ابسوردیزم د انسان د معنا پوښتنې ته له بیلابیلو زاویو ځواب وايي خو دا ځوابونه د شک، بې باورۍ او نهیلۍ فضا خپروي.
ادیان په ځانګړي ډول اسلام د ژوند لپاره یوه مشخصه، باثباته او له معنا ډکه فلسفه وړاندې کوي، چې انسان ته هدف، مسؤلیت او د آخیرت هیله ورکوي.
د لړۍ د لومړۍ برخې پای